د مالیې وزارت سرپرست او د اسیایي پراختیا بانک مرستیال د اقتصادي همکاریو په پیاوړي کولو خبرې وکړې

admin_mof
شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۱ - ۱۳:۲۵
سرپرست وزارت مالیه و معاون بانک انکشاف آسیایی در مورد تقویت همکاری های اقتصادی بحث نمودند

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د کب میاشتې په ۸ مه نېټه د اسیایی پراختیا بانک منځنۍ مودې بیالیدنې صندوق د څنډې په ناستو کې د  فیلیپین پلازمېنې مانیلا کې د نوموړي بانک په مرکز کې د اسیایي پراختیا بانک له مرستیال ښاغلي شکسین چین، سره ولیدل.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او اسیایي پراختیا بانک ترمنځ د همکاریو په پياوړتیا، اقتصادي ودې او بېوزلۍ کمولو په تړاو د نظرونو تبادله وکړه.

​   سرپرست وزارت مالیه و معاون بانک انکشاف آسیایی در مورد تقویت همکاری های اقتصادی بحث نمودند ​​    ​

په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او اسیایي پراختیا بانک ترمنځ د همکاریو په پياوړتیا، اقتصادي ودې او بېوزلۍ کمولو په تړاو د نظرونو تبادله وکړه.

ښاغلي ډاکټر قیومي، د اسیایي پراختیا له بانک څخه چې د افغانستان د زېربنایي پروژو له پراختیا او سیمه ایزې نښلونې ملاتړ کوي مننه وکړه. په دې پروژو کې د سالنګ تونل، د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان برېښنا نښلونه او د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان ګازو نللیکه نښلول شامل دي. یادې پروژې له افغانستان سره مرسته کوي، څو په خپل ستراتېژیک جغرافیایي موقعیت او سیمه ایز اتصال پانګونه وکړي.

د اسیایي پراختیا بانک، مرستیال په اقتصادي او مالي اصلاحاتو کې د افغان حکومت پرمختګ او ځان بسیاینې ته مخکښتوب تصدیق کړل او د ۲۰۱۸ کال نوامبر په میاشت کې د جینوا کنفرانس بریالي تر سره کېدل، چې د سولې، سوکالۍ او ځان بسیاینې لپاره یې د افغانستان او نړیوالې ټولنې همکارۍ نوې کړې مبارکي ورکړه.

سرپرست وزارت مالیه و معاون بانک انکشاف آسیایی در مورد تقویت همکاری های اقتصادی بحث نمودند

د اسیایي پراختیا بانک، د افغانستان له سترو پراختیایي شریکانو څخه دی، چې له دې هیواد سره د زېربنا لکه، د انرژۍ پروژې، کرنې، ټرانسپورټ، کلیو پراختیا او طبیعي سرچینو په برخو کې مرسته کوي او همدا شان نوموړي بانک د نړیوالې ټولنې ترمنځ د مرستو له همغږۍ د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کړی او په افغانستان کې له پراختیایي شریکانو سره له نږدې همکاري کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS