د مالیې وزارت سرپرست او د افغانستان بانک لوی رئیس د امریکا متحده ایالتونو خصوصي سکټور له استازو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۵ - ۹:۳۲
سکتور خصوصی

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د امریکا متحده ایالتونو واشنګټن ډي سي ته د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق ۲۰۱۹ کال پسرلنۍ ناستو کې د ګډون په مهال د څنډو ناستو په دوام د وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د امریکا متحده ایالتونو خصوصي سکټور له استازو سره وکتل.

د امریکا متحده ایالتونو خصوصي سکټور له استازو سره په کتنه کې د افغانستان مالي پانګونې په بستې، د عوایدو راټولېدو په برخه کې د افغانستان په پرمختګ، مالي اصلاحاتو پلي کېدو او اړوندو مسائلو په تړاو خبرې وشوې.

د مالیې وزارت سرپرست د امریکا متحده ایالتونو خصوصي سکټور استازو ته د افغانستان مالي پانګونې بستې او اقتصادي پرمختګونو په هکله معلومات ورکړل او د افغانستان بانک لوی رئیس د افغانستان بانکي سکټور په برخه کې اصلاحات هغوی ته تشریح کړل.

همدا شان د مالیې وزارت سرپرست او د افغانستان بانک لوی رئیس، د افغانستان د مالي پانګونې بستې مطابق د امریکا متحده ایالتونو خصوصي سکټور پانګونې ته وهڅول او هغوی هم په دې برخه کې لېوالتیا وښوده.

د ناستې په پای کې د خصوصي سکټور پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS