د مالیې وزارت سرپرست او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې رئیس د خبرو اصلي محور د پایداره پراختیا اهداف پلي کول وو

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۷ - ۱۰:۴۷
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له رئیس ښاغلي عبدالله الدرداري، سره په مالیې وزارت کې وکتل.
دواړو لوریو په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو پایداره پراختیایي موخو (SDG) پلي کولو په څرنګوالې، په را روانو (۲۰۲۱-۲۰۲۵) کلونو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي پروګرام په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د راتلونکو کلونو لپاره دي د ملګرو ملتونو د نویو پروګرامونو د ارزونې لپاره یو ګډ تخنیکي ټیم له نږدې کار وکړي.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS