د مالیې وزارت سرپرست د اسلامي پراختیا بانک له رئیس سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۹ - ۱۵:۵۱
جلسه با بانک انکشاف اسلامی

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د روانې اوونۍ په پیل کې مراکش هیواد ته د اسلامي پراختیا بانک ۴۴ مې کلنۍ   ناستو په څنډه کې د اسلامي پراختیا بانک له رئیس ښاغلي ډاکټر بندر هاجر، سره وکتل.

په دې ناسته کې ښاغلي قیومي، د نوموړي بانک له رئیس څخه چې د اسلامي هیوادونو د پراختیا او په ځانګړي توګه د افغانستان پراختیا ته پاملرنه کوي مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان لوړو موخو ته د رسېدو لپاره د پانګونې منظم پلان لري، چې ۸ میلیارده او ۷ سوه میلیونه ډالر ارزښت لري. نوموړي وویل چې اقتصادي ځان بسیاینه، د خلکو د ژوند کچه لوړول، د بېوزلۍ له منځه وړل او کار پیدا کول د پانګې جلبول د یاد پلان موخې دي. دا پلان په دریو برخو د کرنې او اوبو لګولو سکټور، انرژۍ او برېښنا او مسکن ته ځانګړې پاملرنه کوي. د مالیې وزارت پرست په دې برخه کې د اسلامي پراختیا بانک د مرستو او پانګونې غوښتونکی شو.

د اسلام پراختیا بانک رئیس، په دې ناسته کې له افغان لوري مننه وکړه او اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه یې د یاد پلان او پروګرامونو له جوړېدو مبارکي ورکړه. نوموړي، ژمنه وکړه چې یاد بانک به د افغان حکومت پلان په غور وګوري او خپلې کاري ډلې ته یې دنده وسپارله څو د سترو پروژو لکه، کرنې او اوبو لګونې، کانونو، انرژۍ او برېښنا په برخو کې د دې بانک د پانګونې امکان سنجونې لپاره د افغان حکومت د پانګې جلبولو پلان په غور مطالعه کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS