د مالیې وزارت سرپرست د اسیا پاسفیک سیمې لپاره د نړیوالې مالې ادارې له مرستیالې سره د لومړیتوب لرونکو ملي پروژو په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګې جلبولو په اړه بحث وکړ

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۹:۱۴
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د اسیا پاسفیک سیمې لپاره د نړیوالې مالې ادارې له مرستیالې اغلی نینا استویل جیکویچ، سره د کرنې، استطاعت وړ استوګن ځایونو رغولو او جوړولو او د افغانستان حکومت د مالي پانګونې بستې سره سم انرژۍ پروژو په برخه کې  د خصوصي سکټور د پانګې په جلبولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

د مالیې وزارت سرپرست، د مزارشریف ګازې برېښنا پروژې لپاره د دې ادارې له هر اړخیزه همکارۍ مننه وکړه.

د اسیا پاسفیک سیمې لپاره د نړیوالې مالې ادارې مرستیالې، د یادو پروژو لپاره د خصوصي سکټور د پانګې جلبولو په خاطر د دې ادارې له چمتووالي ډاډ ورکړ.

خبر

د یادونې وړده، چې نړیواله مالي اداره د نړیوال بانک د ګروپ یوه برخه ده، چې د پراختیا په حال کې هیوادونو لپاره د خصوصي سکټور په برخه کې د پایداره پانګونې پرمخ وړلو لپاره رامنځته شوې، چې اوس مهال یې ۱۸۱ هیوادونه غړیتوب لري.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS