د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان خوندي سندونو چاپولو شرکت لوی ریاست له سرپرست سره د دې شرکت په کاري پرمختګ خبرې وکړې

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵۷
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د کب میاشتې په ۲۰ مه نېټه د افغانستان خوندي سندونو چاپولو شرکت لوی ریاست له سرپرست ښاغلي جمال رحمن، سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د دې برخې ستر تخنیکي سلاکار ښاغلي ولید هویدا، هم حضور درلود، لومړی د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د خوندي سندونو پروژه په هیواد کې اړینه پروژه ده او موږ غواړو؛ چې خوندي سندونه د افغانستان دننه چاپ شي. نوموړی په دې برخه کې د کار د پرمختګ راپور غوښتونکی شو.
د افغانستان د خوندي سندونو شرکت لوی ریاست سرپرست وویل؛ هغه دوه ودانۍ چې په دې برخه کې ودانېږي، یوه یې بشپړه شوې؛ ماشینونه یې هیواد ته را رسېدلي دي او د نصبېدو په حال کې دي او دا رنګه به د روان کال په بله ربعه کې د ازمایښتي چاپ چارې پیل کړي. د دویمې ودانۍ جوړېدو چارې چې د بنائي ودانیز شرکت ته سپارل شوې دي لږ ځنډنۍ شوې دي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست سپارښتنه وکړه، څو په راتلونکي اوونۍ کې د چارو ادارې له عملیاتي ادارې او بنائي ودانیز شرکت سره ژر خبرې وشي، څو له منظم پلان او مهال وېش سره سم د دې ودانۍ چارې په ټاکلې موده کې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه، چې جرمني هیواد د دې پروژې ملاتړ او څارنه کوي، کارونه یې باید ځنډني نه شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS