د مالیې وزارت سرپرست د مستوفیتونو له منسوبینو سره مشورتي ناسته وکړه

admin_mof
شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۰ - ۸:۲۹
 مستوفیتونو کتنه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، نن د سلواغلې میاشتې په ۱۹ مه نېټه د مستوفیتونو له منسوبینو سره د مالیې وزارت اړینو کاري پروسو په ځانګړې توګه ملي عوایدو را ټولېدو په تړاو مشورتي ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي عبدالله رقیبي، د عوایدو عمومي رئیسې اغلې امنې احمدي، یو شمېر رئیسانو، مستوفیانو، د عوایدو برخې امرینو او د مالیې وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت سرپرست، د یادو ناستو په پرانیستې وینا کې د موخو د تحقق او د ۱۳۹۸ مالي کال د عوایدي پلان په څرنګوالې، د مالیه ورکوونکو لپاره په موقع سره د مسلکي خدمتونو په وړاندې کولو، په وخت او ښه توګه د عوایدو راټولو، د باقیاتو تحصیل، له فساد سره مبارزه، د نویو عایداتي سرچینو پېژندلو، د عوایدو را ټولېدو په وړاندې د خنډونو تشخیصولو او د مالي کال په اوږدو کې د عوایدي پالیسیو او موخو تر لاسه کولو لپاره د مناسبو فعالیتونو د اجرا په تړاؤ هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، سره له دې چې یو شمېر مستوفیتونو په کاري پروسو کې لاسته راوړنې درلودې، بیا هم له شمېر ستونزو سره مخامخ دي، چې باید دې ستونزو ته د رسېدو او په وخت سره د اجراآتو تر سره کېدو، د غوره خدمتونو وړاندي کولو،  له دویمو واحدونو سره د  حسنه اړیکو ساتلو، د وړتیا لوړونې لپاره د اغېزمنو پروګرامونو تنظیم او له فساد سره د مبارزې په موخه جدي اقدامات تر سره شي.

همدا شان د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عبدالله رقیبي، او د عوایدو عمومي رئیسې امنې احمدي، د ملي عوایدو ښه راټولېدو، د ملي عوایدو له تلف کېدو څخه د مخنیوي، له اصلاحاتو څخه ملاتړ، مرکز ته منظم راپور ورکولو، له فساد سره په مبارزې، د ملي عوایدو پلي شوي پلان او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

په پای کې مستوفیانو او عوایدي امرینو، د کاري پروسو په تړاو نظرونه، وړانديزونه او پوښتنې مطرح کړې او همدا شان د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست لخوا په دې تړاؤ پرزنټیشن هم وړاندې شو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS