د مالیې وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرام (UNDP) له اقتصادي کارپوهانو سره د پایداره پراختیایي موخو سره سم د افغانستان د اقتصادي پروګرامونو د همغږي کولو په موخه ولیدل

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۹ - ۱۱:۳
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د زمري میاشتې په ۸ مه نېټه د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرام (UNDP) له اقتصادي کارپوهانو سره په مالیه وزارت کې وکتل.
د مالیې وزارت سرپرست په دې لیدنه کې له هغوی سره د ملګرو ملتونو د پایداره پراختیا په موخو، له پایداره پراختیا سره د افغانستان د اقتصادي پروګرامونو په همغږي کولو، د افغانستان د مالي سکټور په اصلاحاتو، له پایداره پراختیا سره په همغږۍ د بودیجې په جوړونه، د یوې ګډې کمېټې په جوړېدو چې وکولی شي په افغانستان کې پایداره پراختیا پیاوړي کړي، د بڼوالۍ او کرنې په برخه کې په سترې پانګونې او هغو پروګرامونو چې ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره مرسته کوي، په عوایدي سرچینو کې د پراخو اصلاحاتو په پلي کولو او یو شمېر ورته مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرام اقتصادي کارپوهانو وویل، چې د کورنیو تولیداتو لوړولو او صادراتو زیاتولو له لارې افغانستان کولی شي پایداره اقتصادي ودې ته ورسېږي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې موږ د ملي بودیجې په ترتیب کې لومړیتوب لرونکي پروګرامونه چې د هیواد له اقتصادي ودې سره مرسته کوي او همداشان بېوزلۍ کموي په پام کې نیسو. نوموړي زیاته کړه، چې پایداره اقتصادي وده په هیواد کې هغه وخت راتلی شي، چې موږ په ټول هیواد کې انرژۍ ته لاسرسي ولرو، له همدې کبله د افغانستان حکومت په دې لاره کې زیاتې هڅې کوي څو د افغانستان د برېښنا ټولې جزیرې په راتلونکو دوو کلونو کې په یوه ملي واحده شبکې پوري وتړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS