د مالیې وزارت سرپرست د نړیوال بانک ښې حکومتولۍ له رئیس سره د پېژندګلوۍ ناسته وکړه
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس په حضور کې د نړیوال بانک ښې حکومتولۍ له رئیس سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د نړیوال بانک ښې حکومتولۍ رئیس وویل، چې نړیوال بانک هیوادونو ته د اسانتیاوو جوړېدو په طرحه کار کړی دی، څو دغه هیوادونه وکولی شي د خپلو پروګرامونو لپاره له معلوماتي ټکنالوژۍ ګټه واخلي او افغانستان هم کولی شي له دې نوښته ګټه پورته کړي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې موږ د ډیجیټل کېدو لپاره بشپړه ستراتېژي تر کار لاندې لرو او له ډیجیټلي پروژ یوه ستره یې د کاسا ۱۰۰۰ ډیجیټلي پروژه ده، چې خلکو ته خدمتونه، اسانتیاوې او روڼتیا رامنځته کوي او موږ د ډېرو چارو د ډیجیټلي کېدو غوښتونکي یو.
همدا شان دواړو لوریو په دې لیدنه کې په افغانستان کې د مسلکي محاسبینو او پلټونکو د ټولنې په جوړېدو او د هغوی د وړتیا په لوړېدو خبرې وکړې. دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې افغانستان د روڼتیا او کره او اغېزمنو راپورونو په موخه په مالي برخه کې مسلکي محاسبینو ته اړتیا لري.
د دې لیدنې په یوه بل اړخ کې دواړو لوریو د افغانستان پلټنې قانون په څرنګوالې خبرې وکړې. د نړیوال بانک ښې حکومتولۍ رئیس او د مالیې وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې له نوي قانون سره سم دي د پلټنې اداره، یوه مسلکي، خپلواکه، غیر سیاسي اداره وي او د افغانستان اساسي قانون او نورو قوانینو په چوکاټ کې به له مالي او عملیاتي پلوه خپلواکه عمل وکړي.
