د مالیې وزارت سرپرست د وچو بندرونو په تړاو د اړوندو ادارو له مسؤلینو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۳ - ۱۵:۱۲
بنادر خشکه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالی مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۱۳ مه نېټه د ملي دفاع، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ، عامې روغتیا او ټرانسپورټ وزارتونو له مرستیالانو او رېل کرښې ادارې له استازې سره د وچو بندرونو په ځانګړي توګه اقینې، نیمروز او نائب اباد بندرونو په تړاو د نظرونو تبادله وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست، د ګمرکونو لوی ریاست ته دنده وسپارله څو له اړوندو ادارو سره په همغږۍ  د وچو بندرونو جوړولو پروژه د ملي تدارکاتو ادارې له لارې اعلان ته وسپاري، همدا راز یې اړوندې کمېټې ته دنده وسپارله څو د وچو بندرونو تطبیقي پلان ترتیب او راتلونکي ناستې ته یې وړاندي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS