د مالیې وزارت سرپرست د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال سره په اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، کاناډا هیواد ته په رسمي سفر تللی د دې هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل او د غوره کانونو استخراج په کنوانسیون کې چې د ټورنټو په ښار کې ترسره شوی وو ګډون وکړ.
د غوره کانونو استخراج کنوانسیون په څنډه کې د مالیې وزارت سرپرست د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال ښاغلي کریستوفر مک لینان، سره وکتل او په ټول افغانستنان کې د ملي بنسټونو جوړېدو، ډیموکراسۍ ترویج او بشر حقوقو او روزنې، روغتیا او ټولنیزو خدمتونو ته د ولسونو د رسېدو لپاره یې د افغانستان په استازیتوب د نوموړي هیواد له مرستو مننه وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست په دې ناسته کې هغوی ته له فساد سره د مبارزې، ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو په وضعیت، د عامه مالي مدیریت د سیستم په اصلاحاتو، ملي عوایدو راټولېدو، د افغانستان په محوریت د سیمه ایزو همکاریو په ځانګړې توګه د ریکا همکاریو چوکاټ او اسیا زړه استانبول پروسې په برخو کې د جینوا کنفرانس دوه اړخیزه همکارۍ تر چوکاټ لاندي د افغان حکومت په ورستیو پرمختګونو معلومات وړاندې کړل.
همدا شان دواړو لوریو د دوه اړخیزه اړیکو پراخېدو، افغان مېرمنو پیاوړې کولو، کانونو سکټور، حرفوي زده کړو په برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو، د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسیو په برابرولو، د افغانستان حکومت کارکوونکو لپآره د ښوونې پروګرام په اسانتیاوو او همدا شان د افغانستان ملي او دفاعي ځواکونو(ANDSF) ته د روزنې پروګرام اسانتیاوو برابرولو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همداشان د مالیې وزارت سرپرست چې د اغاخان له پراختیایي بنسټ (AKDN) سره یې ناسته درلوده، د افغانستان غني کلتور له تاریخ سره د دې بنسټ په مرستو، د روزنې په برخه کې د پانګونې په کلیدي فرصتونو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، موږ د افغانستان ملي ارشیف ملاتړ ته ژمن یو او د افغانستان له ویاړه ډک تاریخ نړۍ او په ځانګړي توګه کاناډا ته معرفي کړو. نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د اغاخان پراختیایي بنسټ دوستانه مرستې ډېرې اړینې دي او نوموړی بنسټ کولی شي د افغانستان او کاناډا ترمنځ د پارلماني ملګرتیا ډلې په برخه کې زیات مرسته کوونکی شي. نه یوازي دا بلکه یاد بنسټ کولی شي د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د ژورو او ټینګو اړیکو په رامنځته کولو کې رغنده مرسته وکړي.
