د مالیې وزارت سرپرست په افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په لا ټینګښت خبرې وکړې

admin_mof
شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۱ - ۱۴:۷
سرپرست وزارت مالیه با سفیر جمهوری اسلامی ایران مقیم کابل در مورد تحکیم هرچه بیشتر روابط اقتصادی و تجارتی میان دو کشور بحث نمود

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، نن د کب میاشتې په ۱۱مه نېټه د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډې کمېټې په راتلوونکې ناستې، د افغانستان او سیمه ایزو هیوادونو د صادراتو او وارداتو د راکړې ورکړې لپاره د چابهار ترانزیټي مسیر په اغیزمنې ګټې اخیستنې، د دواړو هیوادونو تر منځ د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې په زیاتوالي، سیمه ایزې نښلونې، د دواړو هیوادونو په پولو کې د مرزي بازارچو په وضعیت او یو شمیر نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS