د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د ارزګان او بامیانو له والیانو سره په یادو ولایتونو کې د پراختیایې پروژو په پلي کیدو خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۱۴:۱۲
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د چنګاښ میاشتې په ۱۸ مه نېټه د ارزګان له والي ښاغلي محمد شفیق اسدالله سعید او د بامیانو له والي ښاغلي سید انور اعلا رحمتی سره په جلا جلا ډول په مالیې وزارت کې وکتل.

په دې کتنو کې دواړو لوریو په یادو ولایتونو کې د خلکو او حکومت لومړیتوبونو ته په کتو سره د پراختیایې پروژو په پلي کیدو او د کار په پرمختګ، بودیجوي ستونزو او د سرچینو په ځانګړی کولو، د عوایدو په راټولیدو کې د لا زیاتې روڼتیا په رامنځته کولو، خلکو ته د عام المنفعه خدمتونو په وړاندې کولو، د بامیانو ولایت لپاره د میلمستون په جوړیدو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د مالیې وزارت پالیسۍ داده چې اغیزمنتیا او ګټورتوب ته په کتو سره د پراختیایې پروژو پلي کول چټک شي او مالیې وزارت به په دې برخه کې له یادو ولایتونو سره لازمه همکاري وکړي او همداشان د هیواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو ته په کتو سره به بودیجوي ستونزو ته رسیدنه وشي. نوموړي د ارزګان او بامیانو له والیانو څخه غوښتنه وکړه چې اوس مهال په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدل د کمیدو په حال کې دی تاسو د ملي عوایدو راټولیدو ته جدي پاملرنه وکړئ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS