د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د اسلامي پراختیا بانک له رئیس سره د پیژندنې لیدنه وکړه

admin_mof
جمعه ۱۳۹۹/۲/۱۹ - ۱۲:۵۴
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غويي میاشتې په ۱۸ مه نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې د اسلامي پراختیا بانک له رئیس ښاغلي ډاکټر بندر حجار سره د پیژندنې لیدنه وکړه.
په پېل کې د مالیې وزارت سرپرست له افغانستان سره د یاد بانک له سخاوتمندانه مرستو، ملاتړ او د اسانه پورونو لبرابرولو څخه مننه وکړه.
همداشان په دې لیدنه کې په هیواد کې د پانګونې په فرصتونو، له افغانستان لپاره د سعودي مرستو صندوق د ۳۵۰۰۰۰ ډالرو په مرستې، له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د یاد بانک په همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاؤ بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د اسلامي پراختیا بانک رئیس د دواړو خواو له اړیکو څخه خوښي وښوه او له افغانستان سره يې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS