د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو له سفیر سره په یو شمېر اړوندو مسایلو خبرې وکړې
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د وري میاشتې په ۲۵ مه نېټه د سکایپ له لارې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو له سفیر ښاغلي راس ویلسون سره خبرې وکړې.
په پیل کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو سفیر ښاغلي ارغندیوال ته د مالیې وزارت د تصدۍ سپارو مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې زموږ مرستې به د افغانستان له خلکو سره دوام ولري. نوموړي وویل زه هیله لرم چې مالیې وزارت ته ستاسو په راتګ سره به د دې وزارت اړوندې چارې نورې هم ښې شي.
د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو له سفیر څخه د مننې تر څنګ وویل چې زموږ هڅه داده څو په اړوندو چارو کې لا ښه والي راولو او د افغانستان ملي عوایدو ثبات وساتو. نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال زموږ لپاره لومړيتوب په هیواد کې د کرونا له ویروس سره مبارزه ده څو وکولی شو له دې ویروس سره د مبارزې لپاره نورې مالي سرچیني پیدا کړو.
همداشان دواړو لوریو د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال د پراختیایې کنفرانس په جوړیدو، یاد کنفرانس ته د افغانستان حکومت په چمتو والي او د هغو قراردادونو د مالیاتي ستونزو په حلولو چې د پراختیایې مرستو څخه یې پیسې ورکول کیږي هر اړخیزې خبرې وکړې.
