د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان په هکله د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد له ځانګړي استازي سره وکتل

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۰ - ۱۱:۵۲
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غويي میاشتې په ٩ مه نېټه د افغانستان په هکله د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد له ځانګړي استازي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې خبرو کې دواړو لوریو په یاد کنفرانس کې د مرسته کوونکو په ژمنو او له دې کنفرانس څخه د افغانستان په غوښتنو، د دې کنفرانس جوړیدو لپاره د عملیاتي او لوجستیکي پلان په جوړیدو او د اړینو سندونو په ترتیبولو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس لپاره د فنلند هیواد ځانګړي استازي وویل خوښ دې چې هیواد یې له افغانستان سره په ګډه د یاد کنفرانس کوربه توب کوي او زموږ هیله دا ده څو افغانستان په دې کنفرانس کې له مرسته کوونکو څخه زیاتې مالي ژمنې تر لاسه کړي او له دې مرستو څخه په ګټې اخیستنې سره افغانستان مالي ځان بسیاینې ته ورسیږي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس جوړیدو څخه د فنلند هیواد له هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې زما نخنیکي همکاران اوس مهال یاد کنفرانس ته د اړینو سندونو په ترتیت کار کوي او هیله مو دا ده چې یو بریالی کنفرانس ولرو.
د یادونې وړ ده چې ټاکل شوی ده د روان میلادي کال په وروستیو کې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د افغانستان او فنلند هیواد په ګډ کوربه توب په جینیوا ښار کې جوړ شي

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS