د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د بلخ ولایت د ملي سوداګرو او د خصوصي سکټور استازو ستونزې واوریدې

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۵ - ۱۱:۳۶
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د غویي میاشتې په ۲۴ مه نېټه د بلخ ولایت ملي سوداګرو او د خصوصي سکټور له استازو سره په یاد ولایت کې وکتل.
په دې ناسته کې چې د بلخ والي ښاغلي محمد اسحق رهګذر، د دې ولایت د ولایتي شورا رئیس، د افغانستان نړیوالې سوداګرۍ خونې مرستیال، د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس، د صنعت کارانو ټولنې مسؤلینو او استازو ګډون کړې وو.
د افغانستان نړیوالې سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي حاجي خیرالدین مایل او د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي زلمی یونسي د بلخ ولایت د سوداګرو او خصوصي سکټور په استازیتوب د ګمرکي ستونزو، د مالیاتي عوایدو په ستونزو او د صنعت کارانو لپاره د خامو موادو د چمتو کولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په اولیه موادو او نورو ساختماني موادو باندې ګمرکي تعرفه دې له اصنافو سره په همغږۍ، اقتصادي سنجونې ته په کتو او داخلي وړتیا له مخې دې وټاکل شي.
د مالیې وزارت سرپرست له دوی څخه د مننې تر څنګ وویل چې زه بلخ ولایت ته راغلی یم څو د ملي سوداګرو او د خصوصي سکټور ستونزې له نږدې واورم او رسیده ورته وکړم. ښاغلي ارغندیوال زیاته کړه موږ ژمن یو چې داخلي صنعت ته وده ورکړو څو وضعیت یې ښه شي همداشان موږ ژمن یو چې سوداګر او صنعت کاران څخه ملاتړ وکړو خو خصوصي سکټور هم باید ژمن وي چې په روڼتیا سره کار وکړي او له حکومت سره په همغږۍ له فساد سره مبارزه وکړي.

خبر

په دې لیدنه کې ښاغلي ارعندیوال له ملي سوداګرو او خصوصي سکټور څخه مننه وکړه چې د کرونا ویروس خپریدو په ستونزمن حالت کې له خلکو سره ولاړ دي او له احتکار څخه مخنیوی کوي. نوموړي زیاته کړه دا چې وخت کم دی د خصوصي سکټور ستونزو ته د رسیدنې په موخه له دوی څخه غواړم چې کابل ته راشي او د مالیې وزارت سره دې مشورتي ناستو ته دوام ورکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS