د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک له مرستیال سره له کرونا سره د مبارزې لپاره د یاد بانک په مرستو او د افغانستان لپاره په روان کال کې د پراختیایې کنفرانس په جوړیدو خبرې وکړې

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۰ - ۱۲:۵
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غویي میاشتې په ۹ مه نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک له مرستیال سره خبرې وکړې.
په دې خبرو کې دواړو لوریو د کرونا ویروس د خپریدو په ستونزمن حالت کې د افغانستان له خلکو سره په مرستې رسونې، د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس په جوړیدو او د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې د نړیوال بانک د پراختیایې پروژو په تعدیلاتو او بدلونونو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په پیل کې د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال وویل چې اوسنیو ستونزمنو حالاتو کې موږ د افغانستان له خلکو سره یو، تېره اوونۍ مو د افغانستان ولسمشر سره بیوزلو او زیانمنو خلکو ته په مرستې رسونې بحث وکړ. نوموړي زیاته کړه چې موږ په دې برخه کې د افغانستان حکومت له پروګرامونو ملاتړ کو او هیله لرو چې یاد پروګرامونه به ګټور وي.
د مالیې وزارت سرپرست د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال څخه د دې بانک له مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې اوسنیو ستونزمنو حالاتو کې موږ د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د نړیوال بانک مرستو ته اړتیا لرو، د افغانستان حکومت روانه اوونۍ خلکو ته د مرستو رسونې پروګرام له خلکو سره شریکوي او د مثبتو پایلو له ارزونې وروسته به پروګرام ته دوام ورکړو او زموږ هیله دا ده چې یاد پروګرام به زموږ له غوښتنو سره سم پر مخ لاړ شي.
د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال وویل چې د افغانستان لپاره د پراختیایې کنفرانس په جوړیدو کې موږ له دې هیواد سره همکار یو او له بېلابیلو مرسته کوونکو هیوادونو او بنسټونو سره بحث کو څو یاد کنفرانس په بریا تر سره شي او هغه مالي ژمنې چې افغانستان یې له یاد کنفرانس څخه تر لاسه کوي وکولی شي خپل مالي او د ځان بسیاینې پروګرامونه پر مخ یوسي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې موږ د دې کنفرانس د ښه تر سره کیدو لپاره خپلې برنامې پیل کړي دي او په دې برخه کې له بېلابیلو مرسته کوونکو بنسټونو سره په خبرو بوخت یو او هیله لرو چې یو بریالی کنفرانس به ولرو.
د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال وویل هغه تعدیلات او بدلونونه چې د نړیوال بانک د پروژو په بسته کې راځي، یو ځل بیا دې وکتل شي څو تعدیل شوی پیسې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې موږ هم د دې مسئلې غوښتونکي یو او په خپلې ملي بودیجې کې مو هم تعدیلات را وستلي دي. نوموړي زیاته کړه هیله لرو چې د مرسته کوونکو په ځانګړې ډول د نړیوال بانک پروژې یو ځل بیا وکتل شي څو له دې بدلونونو څخه تر لاسه شوی پیسې کرونا ویروس سره مبارزې ته ځانګړې شي.
د نړیوال بانک مرستیال وویل چې د دې پروژو د تمویلونکو سره به بدلونونه شریک کړي او د هغوی له نظر اخیستلو وروسته به د افغانستان حکومت په جریان کې پریږدي.

خبر

په پای کې دواړو لوریو پریکړه وکړه چې د مالیې وزارت او نړیوال بانک تخنیکي ټیمونه به یو ځای کار کوي څو د دې ناستې مطرح شوي موضوعات په بریا سره تر سره شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS