د مالیې وزارت په مالي معینیت کې د مالي سندونو د تعقیبولو اپلیکیشن سیستم پرانیستل شو

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۹:۲
خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، نن د زمري میاشتې په ۲۰ مه نېټه په مالیې وزارت کې د یوې ناستې په مهال په مالي معینیت کې د مالي سندونو د تعقیبولو اپلیکیشن سیستم رامنځته کېدو خبر ورکړ.

د دې اپلیکېشن د رامنځته کېدو موخه؛ د مالیې وزارت مالي معینیت د داخلي او بهرنیو سندونو او مکاتبو د تعقیبولو مدیریت کول دي، چې د کاري بهیرونو د چټکتیا سبب ګرځي او د مراجعینو د وخت له ضایع کېدو مخنیوی کوي. دغه اپلیکېشن به د مالي معینیت په ټولو برخو او ټولو اړوندو واحدونو کې نصب او د ګټې اخیستنې وړ وګرځي.

یاد اپلیکېشن د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري جوړ شوی او تر پروسس لاندې سندونو او مکاتبو د مدیریت او تعقیب، د سندونو د پرمختګ د څرنګوالې ښکارندوی، د سندونو د پروسې له بشپړېدو او د پرېکړې نیونې راپور له وړاندې کولو وروسته مراجعینو او اړوندو اړخونو ته د برېښنایي پیغام استونې وړتیا لري.

د اپلیکېشن لینک به په روانه اوونۍ کې د مالیې وزارت د ټولنیزو پاڼو له لارې خپور، مراجعینو او اړوندو ادارو ته د لاسرسي وړ وي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS