د مالیې په وزارت کې د هیواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۱ کلیزه ونمانځل شوه

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۳۰ - ۸:۳۹
خبر

د مالیې په وزارت کې د زمري میاشتې په ۲۹ مه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۱ کلیزه په یو لړ شانداره مراسمو ونمانځل شوه.په دې پروګرام کې د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د مالیې وزارت اداري مرستیال، د ملي دفاع وزارت مرستیال، د ملي شورا غړو او د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کار کوونکو ګډون کړی وو.

دغه پروګرام، چې د هیواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو د ورځې او د ځوان شاه غازي امان الله خان، په مشرۍ زموږ د زړورو او اتلو نېکونو د سرښندنو د یادونو په ویاړ ترسره شو، پروګرام د ګمرکونو د ساتنې او ځانګړو تنفیذي عملیاتو قطعې د منسوبینو له لوري د نظامي قطعې په وړاندي کولو او د قران کریم څو مبارکو ایاتونه په تلاوت او ملي سرود په خپرېدو سره پیل شو.

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د هیواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۱مې کلیزې د مبارکۍ ترڅنګ په پرانیستې وینا کې وویل:" د هیواد د خپلواکۍ ترلاسه کولو بحث کومه پېچلې موضوع نه ده او موږ او تاسو ټول په دې پوهېږو، چې دغه تاریخي ارزښت مو څنګه ترلاسه کړی او په څه ډول یې ساتلی شو. د یوه هیواد خپلواکي د مالي، اقتصادي او د ژوند د نورو اړخونو د خپلواکۍ په معنی ده. دا چې زموږ هیواد ولې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته سوکالۍ او امنیت ته نه دی رسېدلی، دلیل دا دی چې موږ له مالي او اقتصادي پلوه په ځان نه یو بسیا او له بدمرغه تر نن ورځې دې هدف ته ونه رسېدو."

خبر

نوموړي زیاته کړه:" له همدې کبله زموږ لپاره د سیاسي کړکېچونو بنسټیزه د حل لاره ذات البیني لارې چارې او اقتصادي او پراختیایي ودې ته رسېدل دي، څو په بهرنیو مرستو تکیه راکمه او مالي خپلواکۍ ته ورسېږو.

د مالیې وزارت سرپرست د خپلې وینا په یوه برخه کې د اداري فساد په له منځه وړلو ټینګار وکړ ویې ویل، چې د مالیې وزارت مشرتابه له فساد سره مبارزې ته کلکه ژمنتیا لري او فاسدو سره به جدي مبارزه وکړو.

خبر

د دې پروګرام په پای کې د مالیې وزارت مشرتابه له لوري د یاد وزارت د ملکي او نظامي شهیدانو له وارثینوسره نقدي مرسته، د ګمرکونو قطعې یو شمېر منسوبینو ته نظامي رتبې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي شپږمه ناسته وسوه

د مرغومي۷مه، ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد په مشرۍ او د اداري چارو او ګمرکونو او عوایدو معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۴۷هـ.ق) کال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۵۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت نهمه ناسته وسوه

د مرغومي۷مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ، د دې ریاست د مرستیالانو او اړوندو ریاستونو د رئیسانو په ګډون د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS