د نورستان او کونړ ولایتونو لپاره د ښاري پراختیا ماسټر پلان لومړۍ ناسته وشوه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۹:۵۲
خبر

د نورستان، کونړ بدخشان، پنجشیر او لغمان ولایتونو لپاره د ښاري پراختیا ماسټر پلان جوړولو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني، له حکم سره سم د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۱۱ مه نېټه د نورستان له والي ښاغلي حافظ عبدالقیوم، او د کونړ له والي ښاغلي عبدالستار میرزکوال سره د یادو ولایتونو د ښاري ماسټر په تړاو وکتل.

د ښاري پراختیا د ماسټر پلانونو له جوړولو څخه موخه اقتصادي تحرک، د یادو ولایتونو نښلول چې د ټولګټو ځایونه لکه پلونه، پلچک، سړکونه او د پرمختللو ښارونو ټول استندردونه په کې شامل دي، ده چې له نړیوالو معیارونو سره سم په یادو ولایتونو کې د پوهنتونونو جوړول او پراختیا یې تر ټولو مهمه برخه ده.

په دې ناسته کې چې د سیمه ایزو ادارو رئیسانو او د ښارجوړونې او اراضي وزارت استازي هم ګډون کړې وو، د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د ماسټر پلان له جوړولو څخه مخکې باید د سیمې له خلکو سره منظمې ناستې وشي تر څو د یادو ولایتونو په پراختیا کې د دوی اړتیاوې او نظرونه واخیستل شي او له هغه شرکت سره چې په دې برخه کې به کار کوي شریک شي.

د نوستان او کونړ ولایتونو والیانو د یادو ولایتونو لپاره پراختیایي ښاري پلان ګټور یاد کړ او د هر اړخیزې همکارۍ  ډاډ یې ورکړ.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې په نوموړو ولایتو کې د ځمکو د استملاک پلان دې سر له اوسه جوړ شوي او د مالیې وزارت، ښار جوړونې او ځمکو وزارت او د یادو ولایتونو والیان دې خپلې چارې بشپړي کړي.

خبر

د یادونې وړده، چې د جلالتمآب ولسمشر له حکم سره سم  د نورستان، کونړ، بدخشان، پنجشیر او لغمان ولایتونو کې د ښاري ماسټر پلان له پلي کیدو وروسته به یاد ولایتونه د پراختیا لرونکو ولایتونو د بلوک په شان یو له بل سره ونښلول شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS