د نوي کابل بانک ونډوالو د دې بانک د مالي راپور ارزونه وکړه

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۸ - ۱۶:۳۶
خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ په مشرۍ د وري میاشتې په ۲۱ مه نېټه چې د نوي کابل بانک ونډوالو هم شتون درلود، د یاد بانک د مالي راپور د تائید په تړاو ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د کابل بانک په کړنو او لاسته راوړنو، د کابل بانک په مالي مسایلو، د قرنطین په ورځو کې د کابل بانک د کړنو په څرنګوالې، په ټاکلي موده کې د دولتي مامورینو د معاشونو په ورکړه او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

خبر


همداشان د قرنطین په شپو او ورځو کې د یاد بانک د چوپړتیاوو په وړاندي کولو اړینې پرېکړې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS