د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ د ۳۸۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ملي دسترخوان او کرنې بېړنۍ پروژې او خوراکي توکو د خوندیتوب (EATS) لپاره د مرستو دوه بستې تصویب کړې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۱:۵۴
خبر

د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ د کوویډ ۱۹ له کبله د منفي اقتصادي اغېزو سره د مبارزې په موخه د ۳۸۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ملي دسترخوان او کرنې بېړنۍ پروژې او خوراکي توکو د خوندیتوب (EATS) لپاره له افغانستان سره د مرستو دوه بستې تصویب کړې.

د یادو پیسو له ډلې ۲۸۰ میلیونه امریکایي ډالره د ملي دسترخوان د ملاتړ، چې د بېوزلو او زیانمنو کورنیو د حمایت لپاره ځانګړې شوې دي، له دې ډلې ۱۵۵ میلیونه امریکایي ډالره د نړیوالې توسعې د انجمن (IDA) له لوري، چې د نړیوال بانک چتر لاندي فعالیت کوي او ۱۲۵ میلیونه امریکایي ډالره یې د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق (ARTF) له لوري چې د  ۳۴ هیوادونو په استازیتوب یې نړیوال بانک په مدیریت کوي ورکول کېږي.   

له نوموړې پروژې به په ټول افغانستان کې ۲،۹ میلیونه کورنۍ برخمنې شي، چې د ملي دسترخوان پروګرام د ولسي تړون له لارې مخته وړل کېږي، همدا شان ۹۰ په سلو کې هغه قشرونه چې زیانونه یې لیدلي او ورځني عاید یې دوه ډالره او یا هم له هغه کم دي تر پوښښ لاندي راولي.

همدا شان د ۳۸۰ میلیونه امریکایي ډالرو له کڅوړې، ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالره د کرنې بېړنۍ پروژې او خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره ځانګړي شوي دي، ۵۵ میلیونه امریکایي ډالره یې د نړیوالې ودې ټولنې له لوري او ۴۵ میلیونه امریکايي ډالره یې د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق له لوري تامینېږي، چې د کوویډ ۱۹ د اغېزمن او غوره مدیریت او له اړمنو سره د مرستو لپاره د افغانستان له دولت سره مرسته شوې دي او موخه یې د لنډمهاله اقتصادي فرصتونو رامنځته کول او زیانمنو قشرونو ته د خوراکي توکو وړاندی کولو ملاتړ دی. دغه پیسې به د کرنې په برخه کې د اوبولګولو د خدمتونو وړاندي کولو، بزګرانو ته د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو وېشلو په ځانګړي توګه غنمو چې د افغانستان د خلکو ۷۰ سلنه اصلي خوراکي توکی جوړوي ولګول شي. همدا شان به دغه پروژې په کلیوالو سیمو کې د لنډمهال لپاره د اوبو لګولو طرحې او کار موندنې په برخه کې مرسته وکړي.

 د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک کېکاږئ.

https://www.worldbank.org/…/afghanistan-new-grants-to-cushi…

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS