د هیواد دیني علماوو په یوه ناسته کې له ملت څخه وغوښتل، څو د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې لپاره په بشپړه توګه مالیاتي دّین سرته ورسوي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۱۶:۰
خبر

د هیواد یو شمېر دیني علماوو، د لېندۍ میاشتې په ۳ مه نېټه (مالیه ورکړئ، هیواد مو په ځان بسیا کړئ) ترعنوان لاندي په یوه ناسته کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له مالیه ورکوونکو د مالیې ورکړې غوښتنه وکړه. دغه ناسته چې په کابل سټار هوټل کې ترسره شوه، د هیواد له ۲۵۰ زیاتو دینې علماوو، اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د مالیې ورکړې په رول، د خلکو او حکومت دوه اړخیزه همکاري، د هیواد نافذه قوانینو په وړاندې د مالیه ورکوونکو نرمښت، اداري فساد سره مبارزه او یو شمېر نورو ګټورو مسایلو په تړاو خبرې وکړل.

د هیواد دیني علماوو، وویل، چې د مالیې ورکړه یوه دیني فریضه ده او د هیواد په ټولو وګړو باندې لازمه ده څو له کومې نیمګړتیا او بېغورۍ پرته په خپل وخت مالیه ورکړي. هغوی له ټولو مالیه ورکوو وغوښتل، چې مالي سوکالۍ او ځآن بسیاینې ته د افغانستان د رسېدو لپاره د مالیې په ورکړه او د نافذه قوانینو د پلي کولو لپاره نرمښت وښیي او همغږي شي.

د کابل د مدرسو او جوماتونو ټولنې رئیس ښاغلي مفتي عبدالشکور شاکري، د اسلام مبین دين له اړخه د مالیو اهمیت په اړه وویل: "د اسلام سترو فقهاوو له صراحت سره سم حکومت ته د مالیې ورکړه فرض ده. نوموړي زیاته کړه، کله چې موږ وکولی شو خپل لګښتونه له کورنیو سرچینو ترلاسه کړو، هغه مهال کولی شو ودې او پرمختګ ته ورسېږو." د کابل د مدرسو او جوماتونو ټولنې رئیس وویل، چې حکومت هم مکلف دی، څو را ټولې شوې مالیې د خلکو له اړتیا سره سم ولګوي. هغه زیاته کړه، د رسوالله په دوره کې هم له خلکو مالیه یا عشر اخیستل کېده او دا د خلکو فریضه ده، چې حکومت ته مالیه ورکړي. دا هغه عمل دی، چې د پیغمبر(ص) په ژوند او د راشدینو خلفاوو رضوان الله تعالی علهیم اجمعین او تابعین او تب تابیعنو په وخت کې هم پلی کېده.

خبر

همدا شان هغوی زیاته کړه، چې یو شمېر مالیه ورکوونکو د مالیې ورکړه چې د حکومت الزامي حق دی نه ده ورکړې او په بېلابېلو بهانو یې ترې تېښته کړي، او یو شمېر نورو مامورینو ته د مالیې ورکړې په ځای په بېشرمۍ سره د رشوت ورکړې ژمنه  کوي، چې د اسلام مبین دین له مخي په څو جرمونو ککړ دي، لومړی یې مالیاتي وجیبه چې د حکومت الزامي حق دی نه ده ورکړې، چې د فقهاوو د تصریح مطابق به له هغوی څخه د قیامت په ورځ پوښتنه وشي او بل دا چې رشوت ورکول حرام دي او هغوی په حرامه کړنه تورن دي.

د شیرشاه سوري جومات خطیب ښاغلي مولوي عزیز الله مفلح وویل:"رشوت یوه ناوړه دود دی، چې د هیواد د اقتصادي نظام ملا تیر ماتوي، نوموړي زیاته کړه، چې د یوه مسلمان په توګه زموږ دیني دنده ده، څو رشوت صفر کړو " د شیرشاه سوري جومات خطیب، له ټولو رئیسانو او مامورینو وغوښتل، قناعت وکړي او رشوت وانه خلي. هغه زیاته کړه: " رشوت اخیستونکی او ورکوونکی او هغه څوک چې په منځ کې درېیم ګړی وي ملعون دي او د الله (ج) له رحمته لیري دي، ځکه چې د ملت حقونه یې ترپښو لاندي کړي".

خبر

په دې ناسته کې د هیواد دیني علماوو په کابل او ولایتونو کې د جوماتونو له ملا امامانو وغوښتل، چې مقتدیانو ته د مالیې ورکړي په اهمیت معلومات ورکړي، څو هغوی د دې دینې فریضې په ورکړه کې ګام پورته کړي.

د دې ناسته په پای کې دهیواد دیني علماوو په لاندي ډول پریکړه لیک صادر کړ.

              "مالیه ورکړئ؛ هیواد مو په ځان بسیا کړئ"

خپلواکي له تړلتیا د خلاصون په معنی ده او زموږ ګران هیواد افغانستان له مالي او زماني پلوه هغه مهال خپلواک کېدای شي، چې ټول د مالیو ورکړي او د هیواد له نافذه قوانینو سره همغږي اومل پاتي شي. هغه هیوادونه چې له مالي پلوه په نورو هیوادونو پوري نه وي تړلي، د پرمختګ او هوساینې په لوري چټک ګامونه اخلي.

امنیت، پرمختګ، هوساینه او په نړۍ کې د افغانستان سیاسي حیثیت په مالي خپلواکۍ پوري تړل دی. زموږ ګران هیواد هغه مهال په ځان بسیا کېدای شي، چې مالیه ورکوونکي خپلې مالیې په ټاکلي وخت ورکړي او د مالیو ورکولو بهیر په ټول هیواد کې یو ډول او ساده پلی شي.

د حنفي فقهې ستر امام علامه ابن عابدین حنفي شامي رحمه الله وایي: " ما يَضْرِبُه السلطانُ على الرعية مصلحةً لهم يصير دَيْنًا واجبًا...."

[رد المختار: (۲/ ۳۳۶)]

ژباړه: بادشاه یا حاکم چې د رعیت د مصلحت او ګټې لپاره په هغوی مالیه ټاکی، دغه مالیه په هغوی پور ده، چې ورکړه یې واجب ده. ...."

د دې موضوع د حیاتي اهمیت لپاره د کابل علماوو رسنیز کنفرانس ترتیب کړ او لاندې پرېکړې یې وکړې:

۱- په ټولو ګرانو هیوادوالو غږ کوو، چې خپلې مالیې دي حکومت په ټاکلي وخت ورکړي، څو مو هیواد له مالي پلوه په ځان بسیاشي.

۲- حکومت باید د مالیو ورکړو ټول بهیرونه اسانه، راڼه او په ټول هیواد کې یو ډول پلي کړي.

 ۳- حکومت بايد به تمام کارکنان فاسد، رشوت گیرنده و رشوت دهنده جزای علنی دهد.

۴- حکومت بايد په ښکلاییزو او غیري اړینو توکو د مالیو له لګولو په کلکه ډډه وکړي او پر ملت رحم وکړي.

 ۵- د هیواد له ټولو علماوو غوښتنه کېږي، چې له موږ سره دغه غږ غبرګ کړي.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS