د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي پلاوي د افغانستان لپاره ۲۲۰ میلیونه ډالر تائید کړل

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۱ - ۱۹:۳۰

د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي پلاوي د غویي میاشتې په ۱۰ مه نېټه د چټکو اعتباري اسانتیاو لاندې د افغانستان د ۲۲۰ میلیونه ډالرو بیړنیو مرستو غوښتنه تائید کړه.
د پیسو نړیوال صندوق یاده مرسته په اختیاري ډول د بیړنیو مرستو تر عنوان لاندې د افغانستان حکومت په واک کې ورکوي او افغانستان کولی شي لومړیتوبونو ته په کتو او هغه ساحې چې لازمې ګڼي، یادې پیسې ولګوي.
هغه وجوه چې د پیسو نړیوال صندوق یې د افغانستان په واک کې ورکوي، اسانه، اوږدمهاله او له ټکټانې څخه پرته پور دی چې د افغانستان حکومت یې باید په ۱۵ کلونو کې یاد صندوق ته بیرته ورکړي. د پیسو نړیوال صندوق مرسته افغانستان دا فرصت ورکوي چې خپلې مالي سرچینې روغتیایې لومړیتوبونو او د کرونا ویروس څخه د رامنځته شوي اقتصادي حالت ته ځانګړي کړي.
یادې مرستې له افغانستان سره په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان حکومت رهبرۍ ځانګړی پروګرامونه جوړ کړي څو وکولی شي په اوسني وضعیت کې کرونا ویروس کنټرول کړي د دې ویروس څخه رامنځته شوي اقتصادي زیاتونه حد اقل ته را ورسوي. د پیسو نړیوال صندوق افغانستان ته ډاډ ورکړې څو د کرونا ویروس سره د مبارزې په جریان کې له دې هیواد سره تخنیکي مشورې وړاندې کوي او خپل ملاتړ به ترې کوي.
د مالیې وزارت رهبرۍ له افغانستان په اوسنيو شرایطو کې د پیسو نړیوال صندوق له مرستو څخه مننه کوي
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د افغانستان حکومت وکولی شول د پیسو نړیوال صندوق سره د مالي او اقتصادي اصلاحاتو شپږ پړاونه په بریا سره بشپړ کړي او دې صندوق اجرائیوي پلاوي او د افغانستان حکومت د اعتباري اسانتیاو نوي پروګرام لپاره لیوالتیا ښودلی ده.

https://www.imf.org/…/pr20193-afghanistan-imf-executive-boa…

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS