د څلور میلیونه یورو په ارزښت د خوندي سندونو چاپولو ماشینونه وپېرل شول

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۱۱:۱۳
خبر

د مالیي وزارت اداری مرستیال ښاغلی عبدالحبیب ځدراڼ، د لړم میاشتې په ۲۸ مه نېټه د جنګلک په سیمه کې د افغانستان د خوندي سندونو چاپولو د ماشینونو له را رسېدو چې له جرمنې هیواده د څلور میلیونه یورو په ارزښت پېرل شوې وو، لیدنه وکړه.
ټاکل شوې په نږدې موده کې د دې ماشینونو د نصبولو کارونه هم پیل شي او د روان لمریز کال تر پایه به په ازمایښتي توګه په تولید پیل وکړي. د خوندي سندونو مطبعه د افغانستان اوجرمنی په ګډه همکارۍ جوړه شوی چې د جرمني له لورې یې د ډیزاین، تخنیکي پرسونل په روزنه او د تولید د لومړي پړاؤ له پاره د اړتیا وړ ټکنالوژۍ په چمتو کولو کې مرسته کړي.
د خوندي سندونو مطبعه، چې د یوه دولتي شرکت په چوکاټ کې جوړه شوي او د ازاد بازار د پرنسیبونو په اساس کار کوي، ډیر زر به د طباعت په برخه کې د دولت د ټولو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا پیدا کړي. د مطبعی لپاره په نړیوالو معیارونو دوه ودانۍ او د طباعت په صنعت کې مدرنه ټکنالوژي په نظر کي نیول شوي. د لومړۍ ودانۍ ودانیزې چارې بشپړې شوی او د دویمې ودانۍ د جوړیدو کار روان دی. د افغانستان حکومت د دواړو ودانیو له پاره ځمکه، د ودانیو لګښت، د پرسونل معاش او د سیمې امنیت په غاړه اخیستی چې مجموعي لګښت یې د پنځوسو میلیونو یورو په شاوخوا کې دی. د تولید په پیلیدو سره به افغانستان په کور دننه د دا ډول سندونو د چاپ ظرفیت پیدا کړي چې د نړیوالو معیارونو سره برابر او د تقلب وړ نه وي.

خبر


د یادونې وړده، چې ښاغلی ځدراڼ له ترسره شوي کاره خوښي څرګنده کړه او د راتلونکو کارونو او پراختیا په هکله یي د شرکت له مسؤلینو سره نظر څرګند او لازمی سپارښتنې یی ورته وکړی.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS