د ګلبهار نساجۍ لپاره د خیاطۍ ماشینونو د پېرلو قرارداد لاسلیک شو

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۳:۱۴
خبر

د ګلبهار نساجي د خیاطۍ برخې بیا فعالولو لپاره د ما شینونو پېرلو قرارداد د مالیې وزارت د تصدیو او دولتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلي شفیق الله شهراني، او د افغان نساجۍ رئیس ښاغلي ایمل سروري، له لوري چې ازبکستان ته په رسمي سفر تللي وو او د هغه هوکړه لیک له مخې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ موده مخکې شوې وه، لاسلیک شو.
د پېرل شویو ماشینونو په نصبولو، چې په راتلونکو دوه یا دریو میاشتو کې به ترسره شي، د ګلبهار نساجۍ د خیاطۍ برخه چې له اوږدې مودې (۱۳۵۷ هجري لمریز) راپدېخوا بیا ځلې په کار پیل وکړي او ۶۰۰ هیوادوالو ته به په دریو شیفټونو کې د کار زمینه برابره شي.

خبر

د یادونې وړده، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او ازبکستان جمهوریت ترمنځ د تخنیکي همکاریو هوکړه لیک د ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې د نساجي او پنبه دانې تصدیو بیا رغونې په برخه کې لاسلیک شوی وو، له هوکړه لیک سره سم د جوړ شوي عملیاتي پلان د یوې برخې پلي کیدو په موخه د ګلبهار نساجۍ د خیاطۍ لپاره دماشینونو پېرلو قرارداد لاسلیک شو.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS