د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجې مسوده د کابینې د ناستې په پرنسیپ کې تائید شوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۰:۱۴
خبر

 مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لړم میاشتې په ۲۲ نېټه د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې مسوده کابینې ته وړاندي کړه. کابینې له سلا او مشورو وروسته د یادې بودیجې مسوده په پرنسیب کې تائید کړه.
د کابینې ناستې د مالیې وزارت ته دنده وسپارله، چې د بودیجې مسوده د وزارتونو او دولتي ادارو د اړینو پراختیایي پروژو لومړیتوب په پام کې نیولو سره، له هغوی سره په سلا مسوده یو ځل بیا تر غور لاندي ونیسي.

د اساسي قانون (۹۸) او د عامه مالي چارو اولګښتونو قانون ادارې (۳۹) مادې پربنسټ، ملي بودیجه به له وروستي کېدو او د کابینې له تائید وروسته  به مشرانو جرګې ته تسلیم شي.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS