د ۱۳۹۹ مالي کال د سیمه ایز اتصال عالي شورای لومړۍ ناسته وشوه

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۹:۱۶
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقا ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د ۱۳۹۹ مالي کال سیمه ایز اتصال عالي شورای لومړۍ ناسته په مالیې وزارت کې وشوه.
په دې ناسته کې د افغانستان د اوسپنې کرښې لپاره د اوسپنې واحد ګېچ په تثبیت، پلاني پروژو، پنځو هیوادونو تر منځ (افغانستان، چین قرغیزستان، تاجیکستان او ایران) د اوسپنې په کرښې ، د اوسپنې کرښې په ځانګړنو، له متفاوتو ګېچونو په را زېږېدلو ستونزو، د افغانستان له خاورې سویلي اسیا ته د مرکزي اسیا او روسیې فدراتیف اوسپنې کرښې په نښلونې، د دې پروژې د پلي کولو لپاره په وړاندیز او ستونزو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

خبر

په دې ناسته کې د سیمه ایز اتصال عالي شورای د ټرانسپورټ وزارت ته دنده وسپارله، چې د شورای د غړو د وړانديز په پام کې نیولو سره د اوسپنې په یوه کرښه کار وکړي څو د هیواد اقتاصدي ګټې تر ډېره بریده زیاتې او له سویلي اسیا سره د منځنۍ اسیا هیوادونو د نښلېدو سبب شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS