د ۱۴۰۰ مالي کال په ملي بودیجه کې د اړتیاوو شاملولو په موخه د بدخشان ولایت له خلکو سره د حکومت مشورتي ناسته وشوه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۹:۴
خبر

د مالیې وزارت د بودیجې لوی رئیس ښاغلي سید نصیر احمد، په مشرۍ د وږې میاشتې په ۱۰ مه نېټه د ۱۴۰۰ مالي کال په ملي بودیجه کې د اړتیاوو شاملولو په موخه د بدخشان ولایت له خلکو سره د حکومت مشورتي ناسته د یاد ولایت په مقام کې وشوه.

په دې ناسته کې د ولایت مقام، ولایتي شورای او ولسوالیو استازو، د بېلابېلو ادارو رئیسانو، د علماوو شورای، مدنې ټولنو او د پراختیایي شوراګانو استازو، ځوانو مېرمنو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت د بودیجې لوی رئیس ښاغلي سید نصیر احمد، د دې ناستې په اړه وویل: " د روڼتیا او حساب ورکړي، متوازنې پراختیا ته د رسېدو، غوره خدمتونو وړاندي کولو، ښې حکومتولۍ ته د لاسرسي او په ټول هیواد کې د متوازنو او اغېزمنو مالي سرچینو ځانګړي کولو په موخه د سیمه ایزې حکومتولۍ پیاوړي کول د دولت له ستراتېژيکو موخو شمېرل کېږي.

په همدې موخه د مالیې وزارت په دې وروستیو کې د ولایتي بودیجې پالیسۍ ترتیبولو، د ولایتونو لپاره د غیر مشروطو وجوو ځانګړي کولو او د ولایتونو په کچه د عامه مالي مدیریت په برخه کې یو لړ ګامونه پورته کړي دي، څو د خلکو اړتیاوو ته په ښه توګه رسېدنه وشي. " نوموړي زیاته کړه، چې دا ډول مشورتي ناستې د وروستي ځل لپاره (د ولایتي پراختیا په پلانونه PDP) کې د شاملو اړتیاوو لومړیتوب بندي او پراختیایي پروژو زمینه برابره کړي او بیا ځلې خلکو ته فرصت ورکول کېږي، څو د مالي سقف په محدوده کې چې د دوی لپاره برابره شوې ده خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

د بودیجې لوی رئیس زیاته کړه، چې د بدخشان ولایت کچه د وګړو او بېوزلۍ د سلنې پربنسټ  ۱۰۸.۵میلیونه افغانۍ ټاکل شوې ده، چې په دې برخه کې تاسو کولی شئ په کومو برخو کې د یادې وجوې د لګولو لپاره له ولایت، ولسوالیو او ولایتي پراختیایي شورګانو سره په همغږۍ پرېکړه ونیسئ. باید یادونه وکړم، چې دغه پیسې له بودیجې ور هاخوا دي او د سترو ملي پروژو لپاره په پام کې نیول شوي دي، دغه ۱۰۸.۵ میلیونه افغانۍ د کوچنیو او ټولګټو پروژو لپاره ځانګړي شوې دي، تاسو مخور واک لرئ چې دغه وجوه د یوې او یا څو پروژو لپاره ځانګړي کړئ.

خبر

د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت تخنیکي ډلې له لوري په دې اړه پریزینټېشن هم وړاندي شو او ګډونوالو ته یې معلومات وړاندي کړل. د دې ترڅنګ د بدخشان ولایت د خلکو نظرونه، وړاندیزونه او اړتیاوې هم واورېدل شوې او د بودیجې لوی رئیس له لوري یې پوښتنو ته ځوابونه وویل شول

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS