پرانیستې بودیجې سروې (OBS) له مخې د افغانستان ملي بودیجې روڼتیا د سېمې په کچه زیاته ده

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۱ - ۱۹:۲۴

د "پرانستې بودیجې سروې" نړیوال بنسټ د راپور له مخې د افغانستان ملي بودیجې وکولی شول چې د ۱۱۷ هیوادونو په منځ کې ۵۰ نمرې خپلې کړي، دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله کچه د بودیجې په برخه کې د روڼتیا نمرو اوسط ۴۵ نمرې وي.
افغانستان د پرانېستې بودیجې په تېرې سروې کې توانیدلی و چې ۴۹ نمرې واخلي، د دې راپور له مخې د افغانستان ملي بودیجې روڼتیا زیاته شوی او دې هیواد د ۵۰ نمرو په ګټلو سره د سېمې هیوادونو لکه هندوستان، سریلانکا، بنګلدیش او پاکستان چې په ترتیب یې ۴۹، ۴۷، ۳۶ او ۲۸ نمرې اخیستې، زیاتې نمرې تر لاسه کړي دي.
په دې سروې کې د مالي روڼتیا، د خلکو ګډون او له ملي بودیجې څخه رسمي بررسي شاخصونو ته لومړیتوب ورکړل شوی، افغانستان د بودیجې جوړونې پروسه کې د خلکو ګډون په برخه کې ثابت پاتې شوی د نړیوال اوسط نمرو ته په کتو چې ۱۴ نمرې دي افغانستان له یوې زیاتې نمرې سره ۱۵ نمرې اخیستي دي. د خکو ګډون په برخه کې د افغانستان حکومت توانیدلی دی چې د ثبات لرونکو هیوادونو لکه هندوستان او نیپال څخه هم ښه عمل وکړي. البته د مالیې وزارت باور لري چې د افغانستان ملي بودیجه د خلکو بودیجه ده او په بودیجه جوړونه کې د خلکو ګډون به له دې هم زیات وي. په دې برخه کې ژمن یو او کال په کال به د خلکو ګډون نور هم زیات شي.
په دې سروې کې له بده مرغه د څارنې په برخه کې د افغانستان ځای په نسبي ډول کم شوی او افغانستان له ۴۱ نمرو څخه ۳۴ نمرو ته را ښکته شوی . البته د څارنې برخه یوه نخنیکي برخه ده او زیاته برخه یې د افغانستان ولسي جرګې او د پلټنې ادارې پورې اړه لري. مالیې وزارت د قانون په چوکاټ کې د څارنې ادارو ته د معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ژمن دی او هر کال یې غوښتل شوي معلومات په پوره دقت او ټاکل شوي وخت سره برابر کړي دي. له دې سره هم مونږ هڅه کو چې له اړوندو ادارو سره کار وکړو چې په دې برخه کې هم د افغانستان ځای غوره شي.
مالیې وزارت اطلاعات مخکې له مخکې او د غوښتلو په اساس نشروي. د ملي بودیجې ربعوار، شپږ میاشتني او کلني راپورنه او د عایداتي ادارو په ګډون د نورو برخو راپورونه په منظم ډول د اړوندو ویب سایټونو له لارې د هیواد له مطبوعاتو سره شریکیږي.

https://www.internationalbudget.org/…/cou…/2019/afghanistan

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د لړم ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د ظاهر شاهي سوداګریز مارکېټ جوړولو د داوطلبۍ پرانیستونکې ناسته وسوه!


د لړم ۱۱ مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست د کابل ښار لومړۍ ناحیې منډيي په سیمه کي د ظاهر شاهي سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژې د داوطلبۍ پرانیستونکې ناسته د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د تفاهم لیک پر مسوده بحث وسو

د لړم ۱۰ مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د غونډي له پاره د چمتووالي ناسته، د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان. . .

BACK TO NEWS