په جلال اباد ښار کي د زاړه ګمرک اړوند (۵۶۰۰) متره مربع ځمکه د سوداګریز مارکېټ د جوړولو په موخه په قرارداد ورکول کېږي!
د مالیې وزارت له لوري د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کي د زاړه ګمرک اړوند (۵۶۰۰) متره مربع ځمکه د سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د جوړولو لپاره، خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکول کېږي.
د صلاح الدین ایوبي په نوم د دغه جوړېدونکي سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د قرارداد او داوطلبۍ د څرنګوالي، د شرطپاڼي د اصولو او شرایطو او د غوښتونکو شرکتونو د معیارونو په تړاو د مالیې وزارت د مسؤلینو او یو شمېر خصوصي رغنیزو شرکتونو د استازو ترمنځ غونډه ترسره سوه.
په دې غونډه کي د مالیې وزارت د عامه پانګوني او زېربنا لوی ریاست او د دولتي املاکو لوی ریاست تخنیکي کارکونکو د خصوصي رغنیزو شرکتونو راغلو مسؤلینو ته د یاد قرارداد د ترلاسه کولو ټول اړین شرایط او مقررات په بشپړ ډول بیان کړل، چي پر بنسټ به ئې رغنیز شرکتونه خپلي طرحي ترتیبوي او له مالیې وزارت سره به ئې شریکوي.
په دې غونډه کي د قرارداد اړوند د رغنیزو شرکتونو د مسؤلینو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکول سول.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت اړوند د یادي ځمکي ټولیز مساحت (۳،۵) جریبه دئ، چي (۲۰۰۰) متره مربع ئې د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ له ماسټر پلان سره سم، عام المنفعه سیمي ته ځانګړی سوې ده او (۵۶۰۰) متره مربع ځمکه د صلاح الدین ایوبي سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د جوړولو په موخه په قرارداد ورکول کېږي، چي (۶۰٪) سلنه ئې د سوداګریز مارکېټ او (۴۰٪) سلنه برخه ئې د شنې ساحې لپاره ځانګړي سوې ده.