د مالیې وزارت سرپرست: اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره له فساد سره مبارزه زموږ له اساسي ژمنو څخه ده

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۱۶:۳۷
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د وږې میاشتې په ۹ مه نېټه له فساد سره د مبارزې ادارې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې (میک) له رئیس ښاغلي لورنزو دولګ، سره په مالیې وزارت کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د څارنې او ارزونې کمېټې کمیشنرانو هم شتون درلود، له فساد سره د مبارزې ادارې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې رئیس او د میک کمیټې یو کمیشنر ښاغلي متیو موري، له نوموړې کمېټې سره د مالیې وزارت د سرپرست، له همکاریو د مننې ترڅنګ وویل، چې موږ په پام کې لرو څو پنځو ګمرکونو د هرات، کندهار، مزار، نیمروز او ننګرهار او همدا شان په دریو مستوفیتونو پروان، مزار او کابل کې د قوانینو، تګلارو، مقرراتو، کارکړنو او د افغانستان ګمرکونو او مالیاتي ادارو په اوسنیو بهیرونو کې څېړنې ترسره کړو او پایلې به یې د ستونزو روښانولو ترڅنګ حل لارې یې هم د روان کال ډسمبر میاشتې تر پایه د مالیې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړو. 

د مالیې وزارت سرپرست، له میک کمیټې څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې مالیې وزارت له هرډول ګام پورته کولو چې د اداري فساد کمولو سبب وګرځي هرکلی کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د میک له کمېټې غواړم څو د متخصصینو نظرونه او وړاندیزونه هم په دې څېړنه کې ورګډ کړي.

خبر

ښاغلي قیومی وویل، چې د افغانستان حکومت په پام کې لري، څو ورو ورو اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږي او دا هغه مهال امکان لري، چې په عایداتي او مالي سرچینو کې فساد شتون ونه لري. موږ ژمن یو چې په دې برخه کې جدي او دوامداره مبارزه وکړو.

همدا شان د مالیې وزارت سرپرست، له نوموړې کمېټې غوښتنه وکړه، چې د عوایدي سرچینو قوانین، مقررې، تګلارې او کاري بهیرونه په غوره وڅېړي او د فساد اصلي ریښې را پیدا کړي. له فساد سره د مبارزې ادارې (میک) د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې غړو وویل، چې له څېړنو وروسته، به یې پایلې د راپور په بڼه د مالیې له وزارت سره شریکې کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS