د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د هرات ولایت د خلکو د اړتیاوو ګډولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته ترسره شوه

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱ - ۱۰:۲۴
خبر

د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د هرات ولایت د خلکو د اړتیاوو ګډولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته په هرات ولایت کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د مالیې وزارت په استازولۍ د هرات ولایت مستوفي اغلې فایقې علي زاده، د هرات ولایت مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر غلام داود هاشمي، د ولایتي شورای استازو، یو شمېر رئیسانو او د هرات ولایت مخورو ګډون کړی وو، هدف یې د رونټیا تامینولو او حساب ورکونې په موخه د سیمیه ایزې حکومتولۍ پیاوړتیا، متوازنې پراختیا ته رسېدل، غوره خدمتونو وړانديکول، ښې حکومتولۍ اوپه ټول هیواد کې اغېزمنې او متوازنې مالي سرچینې ته لاسرسی وو.

د هرات ولایت مستوفي اغلې فایقې علي زاده وویل: " زموږ ستراتېژيکه موخه په ټول هیواد کې د روڼتیا او حساب ورکونې په موخه د سیمه ایزې حکومتولۍ پیاوړيکول، متوازنې پراختیا ته رسېدل، غوره خدمتونه او د مالي سرچینو ځانګړي کول دي. د مالیې وزارت مشرتابه د بودیجې جوړونې په پروسه کې د خلکو د وړاندیزونو او نظرونو ګډولو لپاره لکه د ولایتې بودیجې جوړونې پالیسي په برخه کې ستر ګامونه پورته کړي دي، چې موخه یې د خلکو د ګډون له لارې د بودیجې او ملي پلان جوړونې په بهیر کې د پاملرنې زیاتول دي".

نوموړې زیاته کړه، د ملي بودیجې په سند کې د خلکو نظرونه شریکولو سره له دې چې د متوازنې بودیجې رامنځته کېدو سبب ګرځي، په ملي او سیمه ایزه کچه د غوره خدمتونو سبب هم کېږي.

د هرات ولایت مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر غلام داود هاشمي وویل:" د ولایتي بودیجې جوړونې پروګرام د یوې رڼې او متوازنې بودیجې جوړونې په برخه کې ډېر ارزښت لري او خلک کولی شي له دې لارې خپل لومړیتوبونه په ملي بودیجه کې ځای کړي."

نوموړي له حکومت په ځانګړي توګه له مالیې وزارته د دې پروګرام جوړولو مننه وکړه.

خبر

د یادونې وړده، چې د ولایتي بودیجې جوړونې اساسي موخه  د سیمه ایزو ادارو د پیاوړتیااو د بودیجې او ملي پلان جوړونې بهیر له لارې مالي پاملرنې ته لاسرسی دی، چې دغه لاره په ملي بودیجه کې د خلکو د ګډون سبب ګرځي او په پای کې د سیمه ایزو لومړیتوبونو په ټاکلو، پلان جوړونې سیستم او بودیجې په اجراء مثبت اغېز اچوي، یاد عوامل په سیمه ایزه کچه د غوره خدمتونو وړاندي کولو له پلوه ارزښتمند تمامېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي شپږمه ناسته وسوه

د مرغومي۷مه، ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد په مشرۍ او د اداري چارو او ګمرکونو او عوایدو معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۴۷هـ.ق) کال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۵۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت نهمه ناسته وسوه

د مرغومي۷مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ، د دې ریاست د مرستیالانو او اړوندو ریاستونو د رئیسانو په ګډون د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS