د زیربناو پراختیا عالي شورا څلورمه تخنیکي ناسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۱۶:۱۶
خبر

د زیربناو پراختیا څلورمه تخنیکي ناسته نن د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ په مالیې وزارت کې جوړه شوه.

خبر

په دې ناسته کې د سړکونو د ساختمان اړوند موضوعاتو، د نفتو او ګازو د پروژو پلي کیدو په ستونزو، د ننګرهار ولایت د حصار شاهي د ۲۰ میګاواټه لمریزې برښنا په پروژې، د یادې پروژې په تر سره شویو فعالیتونو، د دې پروژې په اوسني وضعیت، په پکتیکا او ارزګان ولایتونو کې د ۵ میګاواټه لمریزې برښنا په پروژو، په شته ستونزو او حل لارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS