د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحې تصویب

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۱۱:۳۰
خبر

د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحه نن د سلواغې په ۲ مه نېټه په ولسي جرګه کې د خلکو استازو له لوري تصویب شوه.
د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، چې په دې کې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ پراختیایې (۶۴ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۵ میلیارده افغانۍ غیري اختیاري) بودیجه جوړوي.
د مالیې وزارت مشرتابه د ملت له استازو د ملي بودیجې د طرحې تصویبولو له کبله کور ودانی او مننه کوي. د مالیې وزارت هڅه دا ده، چې له بودیجوي واحدونو سره په همکارۍ د پراختیایي بودیجې لګښت، د مؤثریت، مثمریت او پراختیایي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د پام وړ زیات کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS