د قحطي عمل پلان مشرتابه پلاوي دویمه ناسته وشوه

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۸:۵۹
داوطلبی

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د سلواغې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د قحطي عمل پلان مشرتابه پلاوي دویمه ناسته په مالیې وزارت کې وشوه.
په دې ناسته کې په مالي خوندیتوب، مخکې خبرداري ورکولو کمېټې، په شمالي او شمال شرقي ولایتونو کې د وروستیو لږو اورښتونو د تاثیراتو په تحلیل، لازمو تدبیرونو په نیولو او یو شمېر ورته مسایلو په هکله خبرې او د نظر څرګندونې وشوې.

خبر


پرېکړه وشوه، چې د قحطي عمل پلان مشرتابه پلاوي درې ګونې عالي کمېټې دې په پورتنیو مواردو کار وکړي، څو د وچکالۍ په صورت کې د زیان اړونې، غذایي خوندیتوب او د وچکالۍ تاثیرات ټیټ حد ته ورسوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS