د هرات نړیوال هوایې ډګر پراختیا مومي

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۰:۱۱
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د کب میاشتې په ۲۶ مه نېټه د افغانستان لپاره د ایټالیا پراختیایې ادارې له رئیس ښاغلي مائورو غیرتي، سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د ملکي هوایې چلند ادارې لوی رئیس ښاغلي محمد قاسم وفایې زاده هم شتون درلود دواړو لوریو د هرات نړیوال هوایې ډګر په پراختیا، د یاد هوایې ډګر د څلورو تخنیکي مطالعو په بررسي او څیړنې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړې او د څلورو مطالعاتي برخو څخه یو یې د ناستې له لوري ومنل شوه.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې باید په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو او ترانسپورټ وزارت سره ناسته وشي څو په دې برخه کې د یادو ادارو تر منځ بشپړه همغږۍ رامنځته شي.

د افغانستان لپاره د بریټانیا پراختیایې ادارې رئیس وویل چې د هرات نړیوال هوایې ډګر د پراختیا څرنګوالی د افغانستان حکومت پورې اړه لري. نوموړي زیاته کړه چې موږ د افغانستان حکومت پروپوزل ته په تمه یو او د اړتیا وړ لګښت ته یې بشپړ چمتو والی لرو.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې یاد هوایې ډګر ته باید اقتصادي پلان چمتو شي چې په دې پلان کې پروازي او عوایدي اړخونه په پام کې ونیول شي. نوموړي زیانه کړه چې اړوندې ادارې  د شته ستونزو د حلولو په موخه یو ځای کار وکړي، څو د یاد میدان پراختیا په سمه توګه او په ټاکل شوي وخت  تر سره شي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS