احمد داود نورزی د افغانستان برښنا شرکت د نوي اجرائیوي رئیس په توګه معرفي شو

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۷ - ۱۲:۲۴
خبر

ښاغلی احمد داود نورزی چې د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم په اساس د افغانستان برښنا شرکت د نوي اجرائیوي رئیس په توګه ټاکل شوی، نن د غويي میاشتې په ۱۶مه نېته د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال له لوري د یاد شرکت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

یاد مراسم چې د افغانستان برښنا شرکت په مرکزي دفتر کې جوړ شوي و، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي، د افغانستان برښنا شرکت پخواني رئیس ښاغلي امان الله غالب او د یاد شرکت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د افغانستان برښنا شرکت د نوي رئیس د پیژندلو په مراسمو کې وویل چې د ښاغلي امان الله غالب له کړنو او فعالیتونو څخه مننه کوم. نوموړي زیاته کړه چې تغییرات او تبدیلات یو اصل دی هیله لرم چې د ښاغلي احمد داود نورزي په ګمارلو سره به په یاد شرکت کې بنسټیز بدلونونه راشي. د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان برښنا شرکت نوي ګمارل شوي رئیس ته په ټولو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

خبر

د افغانستان برښنا شرکت نوي اجرائیوي رئیس د افغانساتان حکومت له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ وویل چې د افغانستان برښنا شرکت د همکارانو په مرسته به د جلالتماب ولسمشر لید لوری عملي کړي. نوموړي زیاته کړه چې د ښاغلي غالب په مرسته به نوی طرحه پلي کړم او له شته ستونزو سره به مبارزه وکړم څو د خلکو باور لا زیات تر لاسه کړم. ښاغلي نورزي زیاته کړه چې د امان الله غالب همکارۍ ته اړتیا لرم او له دوی سره به په ګډه کار کوم څو هیوادوالو ته د برښنا رسونې خدمتونه لا ښه کړم.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی نورزی له دې وړاندې د ولسمشرۍ مانۍ د چارو ادارې د لوی رئیس په توګه دنده تر سره کوله.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS