د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د پیسو نړیوال صندوق له تخنیکي ټیم سره د افغانستان لپاره د یاد صندوق د درې کلن نوي پروګرام په اړه خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۸:۵۷
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د چنګاښ میاشتې په ۱۷ مه نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې د پیسو نړیوال صندوق له تخنیکي ټیم سره خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې د مالیې وزارت مرستیالانو او د افغانستان بانک مسؤلینو هم شتون درلود، دواړو لوریو د افغانستان له حکومت سره د پیسو نړیوال صندوق په درې کلن نوي پروګرام په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د پیسو نړیوال صندوق له نوي پروګرام څخه موخه د افغانستان د مالي اصلاحاتو او په لوی اقتصاد کې د ثبات را منځته کولو دوام دی چې د یاد صندوق نوی پروګرام به د افغانستان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د تخنیکي ټیمونو تر منځ د دوامداره بحثونو وروسته د افغانستان شرایطو او حالاتو ته په کتو سره طراحي شي.

خبر

ټاکل شوی ده چې په دې بحثونو کې به د پیسو نړیوال صندوق او د افغانستان حکومت په یو لړ دوه اړخیزو ژمنو باندې هوکړه وکړي چې له مخې به یې یاد صندوق د افغانستان حکومت لپاره د اقتصادي اصلاحاتو او په لوی اقتصاد کې د ثبات راوستلو لپاره یو لړ معیارونه او شاخصونه وټاکي او د تر سره کولو په بدل کې به یې دوی د افغانستان له حکومت سره خپلو مالي او تخنیکي همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونه به د دوه اړخیزو ژمنو په اړه تخنیکي بحثونو ته دوام ورکړي څو د پیسو نړیوال صندوق درې کلن پروګرام د افغانستان شرایطو او اوسنیو حالاتو ته په کتو سره طراحي شي او یاد هیواد وکولی شي خپل لومړیتوبونه او پروګرامونه په ښه او اغیزمن ډول پلي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS