د جینیوا کنفرانس بریالي ترسره کېدو لپاره د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې بشپړ چمتووالی

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۲۰:۲۸
خبر

د جینیوا کنفرانس ترسره کېدو د څرنګوالې په موخه د مالیې وزارت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر او په افغانستان کې د فنلنډ سفارت ترمنځ درې اړخیزه ناسته د تلې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د مالیې وزارت په کوربتوب په دې وزارت کې وشوه.

په دې ناسته کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې اغلې دیبورا لیونز، په افغانستان کې د فنلنډ سفیر ښاغلي پیکاکوسنن، د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس په چارو کې د فنلنډ ځانګړي استازي ښاغلي یاني تالاس او د درې واړو اړخونو تخنیکي ډلو حضور درلود، د جینیوا کنفرانس تر سره کېدو په څرنګوالي خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

خبر

په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست دوی ته ښه راغلاست وویل او د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس ښه ترسره کېدو لپاره یې د ښې همغږۍ رامنځته کېدو له کبله د ملګرو ملتونو سازمان او فنلنډ هیواد له هلو ځلو مننه وکړه. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت د ۲۰۲۰ کال پراختیایي کنفرانس بریالي ترسره کېدو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی او اړوند سندونه په ځانګړي توګه د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ سند د بشپړېدو په حال کې دی. ده وویل، چې ډېری دولتي ادارو او ډونرانو خپل نظرونه راسره شریک کړي او یو شمېر نورې د خپلو نظرونو رالېږلو په حال کې دي، چې دغه سندونه به په مناسب وخت کې بشپړ او له نړیوالو همکارانو سره به شریک شي. د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د مالیې وزارت د دې کنفرانس پرانیستونکي ناستې ته بشپړ چمتووالی لري او د افغانستان حکومت او دغه وزارت به د یاد کنفرانس لپاره چې سبا په ارګ کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.

د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس په چارو کې د فنلنډ ځانګړی استازي ښاغلي یاني تالاس، وویل، چې دوی هم په خپل وارسره له ټولو اړخونو سره د خبرو او مذاکرو په حال کې دي او په جینوا کې د ملګرو ملتونو سازمان مرکز د دې کنفرانس د ترسره کېدو لپاره چمتو دی. هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس له مختلفو اړخونو د افغانستان لپاره اړین دی، دغه کنفرانس نه یوازې له افغانستان سره د مالي همکاریو د نوي کېدو، بلکه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د درېدو سبب هم ګرځي.

خبر

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي اغلې دیبورا لیونز، وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان له ټولو اړخونو سره د پالیسۍ او تخنیکي برخه کې همغږي دی او خپل ټول چمتووالی یې نیولی دی. هغې زیاته کړه، چې سبا د دې کنفرانس پرانیستونکي ناسته ده چې په نوعیت او تخنیکي اړخونو باندي یې خبرې کېږي او افغانستان او نړیواله ټولنه په هغه کې په حضوري او مجازي ډول ګډون کوي او درې واړه بنسټونو د نومبر میاشتې ۲۳ او ۲۴ مې نېټې لپاره د دې کنفرانس د بریالي ترسره کېدو په موخه کار کوي، څو یو بریالی کنفرانس ولري.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۵۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت نهمه ناسته وسوه

د مرغومي۷مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ، د دې ریاست د مرستیالانو او اړوندو ریاستونو د رئیسانو په ګډون د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS