داخلي پلټنې لوی ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

admin_mof
شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۴ - ۱۵:۳۲
داخلي پلټنې لوی ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

د مالیې وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم په اساس ښاغلی محمود قادري، چې د مالیې وزارت د داخلي پلټنې لوی رئیس په ټوګه ټاکل شوی، نن د کب میاشتې په ۴ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرستې او د یاد وزارت د پالیسۍ مرستیالې اغلی ناهید سرابي له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي شو.

په دې پیزندغونډه کې چې د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړې وو، اغلی سرابي د یاد ریاست د پخواني رئیس له کړنو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او نوي ټاکل شوي رئیس ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت د داخلي پلټڼې پخوانی لوی رئیس ښاغلی ظریف علم ستانکزی، د مالیې وزارت د حقوقي سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۶
Background image

د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په موخه رسنيزه ناسته وشوه

د چنګاښ۲۱مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د شفاهي هدایت پر بنسټ، د خصوصي سيکټور د صنعت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې مالیاتي تخفیفونه،. . .

BACK TO NEWS