د مالیې وزارت سرپرست د امریکا متحده ایالتونو پراختیایي ادارې له مرستیال سره په افغانستان کې د یادې ادارې په پراختیایي مرستو خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټرمحمد همایون قیومي، د کب میاشتې په ۲۰ مه نېټه د امریکا متحده ایالتونو نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) له مرستیال ښاغلي جیفري کوهین، سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان حکومت او امریکا متحده ایالتونو نړیوالې پراختیایي ادارې د پراختیایي همکاریو لومړنۍ ناستې، له افغانستان سره د نوموړې ادارې پراختیایي مرستو، د حکومت د لومړیتونو په نظر کې نیولوسره د مرستو په اغېز، د پراختیایي پروژو په پلي کولو او یو شمېر نور اړوندو مسائلو خبرې وکړې.
تمه ده له نورو مرسته کوونکو سره هم همدا ډول ناستې ترسره شي.
