د اسلامي پراختیا بانک څلورڅلوېښتمه کلنۍ ناسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۰ - ۱۵:۵۱
د اسیا پراختیایې بانک غونډه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، چې مراکش هیواد ته په رسمي سفر تللی وو د اسلامي پراختیا بانک ۴۴ مې کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ. دغه ناسته پایداره پراختیایي موخو ته د رسېدو لپاره په نوې ستراتېژۍ کې د پام وړ بدلون راوستو لپاره جوړه شوې وه، چې د ۵۶ اسلامي هیوادونو مالیې وزیرانو او استازو، د شرکتونو او غیر دولتي مؤسسو استازو، پکي ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت سرپرست په دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د هیوادونو له لوړ پوړو چارواکو او مرسته کوونکو سازمانونو، د نړیوالو بانکونو له رئیسانو او د اسلامي پراختیا بانک له رئیس سره په جلا توګه وکتل.

په دې ناستو کې د مالیې وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې افغانستان اوس مهال د بدلون له لسیزې د تېرېدو په حال کې دی، چې ځان بسیاینې ته اړتیا لري. افغانستان ژر ځان بسیاینې په بسته کار کړی او اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو له پروسې سره د مرستې لپاره د ۸.۷ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د پانګونې بستې وړاندیز کوي.

د اسلامي پراختیا بانک رئیس ښاغلي ډاکټر بندرالحجار وویل: موږ باید د پراختیا او پرمختګ لپاره تل نوې او نوښتي لارې پیدا کړو. نوموړي، اقتصادي ځان بسیانې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د پانګونې  پلان د ترتیب مبارکي ورکړه، له افغانستان سره یې د دې بانک د مرستو د لېوالتیا اعلان وکړ او له ټولو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان په سترو پروژو کې پانګونه وکړي.

د یادونې وړده، چې د اسلامي پراختیا بانک د ګروپي ناستو سره هم مهاله یو شمېر حاشیوي ناستې هم ترسره شوې، چې په دې ناستو کې د ساینس، ټکنالوژۍ، نوښتونو د اغېزمن تغییر او بدلون لپاره د منلو پیاوړتیا په برخو کې د افغانستان حکومت د پنځه کلن پلان په څلورو اصلي ستنو هر اړخیز بحث وشو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي شپږمه ناسته وسوه

د مرغومي۷مه، ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد په مشرۍ او د اداري چارو او ګمرکونو او عوایدو معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۴۷هـ.ق) کال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۵۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت نهمه ناسته وسوه

د مرغومي۷مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ، د دې ریاست د مرستیالانو او اړوندو ریاستونو د رئیسانو په ګډون د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS