د حیرتان بندر له لارې منځنۍ اسیا او چین هیواد ته د تالک او مرمرینو ډبرو د لیږدولو لپاره چمتووالی
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه له هغو ملي سوداګرو سره چې د کانونو سکټور په برخه کې فعالیت کوي، په خپل کاري دفتر کې وکتل او د دوی ستونزې یې واوریدې.
افغانستان غواړي چې د حیرتان بندر د ریل پټلۍ له لارې منځنۍ اسیا او چین هیواد ته د تالک او مرمرینو ډبرو صادرات پیل کړي. په دې لیدنه کې د مالیې وزارت سرپرست د کانونو د قرارداد، د اړوندو سندونو د طی مراحلو او په غیر قانوني توګه د کانونو د کیندلو په برخه کې د ملي سوداګرو ستونزې واوریدې او همداشان، اذربایجان هیواد ته د افغانستان د مرمرینو ډبرو د لومړنۍ محمولې د ستونزو په اړه هم خبرې وشوې.
د مالیې وزارت سرپرست د اقتصادي ودې او د ملي عوایدو په لوړ والي کې له ملي سوداګرو سره نږدې همکاري اړینه وبلله او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې یي د مالیې وزارت اړوندو برخو ته هدایت ورکړ، چې ژر تر ژره دې ورته رسیدنه وشي.
همداشان پریکړه وشوه چې مالیې وزارت به د ملي سوداګرو په شتون کې د کانونو او پترولیم وزارت سره د یادو ستونزو د حل په موخه هم ناسته وکړي.
