د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان له سفیر سره په یو شمېر دو اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو مسایلو خبرې وکړې

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۲ - ۹:۳۶
فیر پاکستان مقیم کابل

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د چنګاښ میاشتې په ۱۱ مه نېټه د افغانستان لپاره د پاکستان هیواد له سفیر ښاغلي زاهد نصرالله خان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د پاکستان سفیر په پلازمېنه کابل کې د تېرې ورځې تروریستي پیښې په اړه چې یو شمېر افغانان په کې شهیدان او ټپیان شول، غمشریکي وښوده، دواړو لوریو د هغو موضوعاتو په اړه چې پاکستان ته د جلالتمآب ولسمشر د سفر پر مهال مطرح شوي وو لکه د واګه بندر له لارې د افغانستان د سوداګریزو اقلامو او تراتزیټي کالیو په صادرلو او سوداګرۍ، د افغانستان له لارې د انرژۍ په لیږدولو، افغان زده کړیالانو ته د تحصیلي بورسیو په ورکړې، د نساجي صنعت په برخه کې د پاکستان هیواد په پانګه ونې، ګمرکي مسایلو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست د پاکستان لوري ته یادونه کړه چې زموږ د تورخم او سپین بولدک ګمرکونه ۲۴ ساغته فعالیت ته چمتو دي، د پاکستان له لوري څخه یې غوښتنه وکړه چې ملي سوداګرو او مسافرینو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه دې د افغانستان په شان ګمرکي فعالیتونه ۲۴ ساعته کړي.

فیر پاکستان مقیم کابل

په پای کې پریکړه وشوه چې د اړوندو ادارو په ګډون دې په کابل او اسلام اباد کې دوه تخنیکي ناستې جوړې شي تر څو د جلالتمآب ولسمشر د سفر یاد شويو مسایلو باندې تخنیکي بحثونه وشي او د عملي کولو لپاره یې لازم اقدامات تر سره شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS