د مالياتي محاسبينو خبرتیا

admin_mof
اطلاعیه

د مالياتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمي ۳۳ مادې له مخه ټول مالیاتي محاسبین چي مالیه ورکوونکيو ته په مالیاتي چارو کي د مالیاتي مشورو، د مالیاتي اسنادو د چمتو کولو، د محاسبې اړوند او نور مالیاتي خدمتونه وړاندي کوي، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره ثبت او بايد د مالیاتي محاسبینو جواز ولري.

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست په پام کي لري، چي د مالیاتي محاسبینو د ثبت او هغوی ته د جواز د ورکړې د څلورمي دورې بهير پیل کړي.

په همدې موخه هغه کسان چي د لاندېنيو شرايطو لرونکي وي، د ۱۴۰۱ لمريز کال د وري يا حمل مياشتي له ۲۵ نېټې څخه د غبرگولي يا جوزا مياشتي تر ۱۰ نېټې پوري د گمرکونو او عوایدو معینیت کي د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو ریاست د مالیاتي محاسبینو لوی مدیریت ته دي مراجعه وکړي او د غوښتنلیک فورمې دي تر لاسه کړي.

د مالیاتي محاسبینو د ثبت شرایط

(۱) د مالیاتي چارو د ادارې قانون د ۳۳ مادې پر لومړنۍ فقرې سربېره لانديني شرایط باید د مالیاتي محاسب د ثبت له پاره په نظر کي ونیول سي:

• شخص باید پر قانوني امورو مکلف وي،

• په اقتصاد، محاسبې، ACCA، حقوق، ادارې او سوداگرۍ کي د اسنادو په کتو حد اقل د لېسانس تر کچي د لوړو زده کړو لرونکی وي،

• د دولت رسمي او برحال اداري کارکوونکی نه وي،

• د محکمې له خوا د مجرم په توگه پېژندل سوی نه وي،

• شخص به بل شخصي شرکت نه لري چي د منافعو د تضاد مخنیوی سوی وي.

(۲) د مالیاتي مشورتي شرکت مسؤلین که پر پورتنيو شرايطو برابر وي، د دې طرزالعمل په رڼا کي د جواز مستحق دي او هم نور مالیاتي محاسبین په خپل دفتر کي استخدامولای سي.

د ازمویني پوښتني

۱. مالیاتي قوانین، پر عایداتو باندي د مالیاتو لارښودونه، د مالیاتي چارو اداري لارښود او همدا رنگه مالیاتي مقررات، طرزالعملونه او عمومي حکمونه،

۲. د محاسبې اساسي اصول،

۳. سوداگریزه محاسبه،

۴. مدیریتي حسابداري،

۵. مالي حسابداري،

۶. د پانگوني او شرکتونو قانون، سوداگریز قوانین او نور مالي قوانین.

پر شرایطو برابر کسان له پورتنۍ مرجع څخه د غوښتنلیک فورمه تر لاسه کولای سي او تر ډکولو وروسته دي د تحصیلي اسنادو او د تذکرې له کاپيو سره یو ځای بېرته اړوندي مرجع ته دې وسپاري او یا دي په برېښنايي ډول لاندېنيو برېښليکونو ته واستوي.

د لازیاتو معلوماتو له پاره په لاندېنيو شمېرو او برېښنليکونو سره اړيکه ټينگولی سئ.

د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۰۰۵ - ۰۲۰۲۹۲۴۹۱۵

برېښليکونه: obaid.arabzai@mof.gov.af / ebad.darman@mof.gov.af

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

بازگشت به اطلاعیه ها