د مالیې وزارت سرپرست له یو شمېر وزیرانو، د خپلواکو ادارو له مسؤلینو او بودیجوي واحدونو له استازو سره وکتل

admin_mof
Tue, Feb 05 2019 10:58 AM
له مسؤلینو سره کتنه

د مالیې وزارت سرپرست او زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومی، نن د سلواغې میاشتې په ۱۳ مه نېټه له یو شمېر وزیرانو، د خپلواکو ادارو له مسؤلینو او بودیجوي واحدونو له استازو سره د مالیې وزارت په خیبر هال کې وکتل.

په دې لیدنه کې له ملي بودیجې څخه بهر د پروژو او پروګرامونو په عملي کولو کې د ملګرو ملتونو سازمان مؤسسو د مرور او بررسۍ په رول او د ملګرو ملتونو سازمان مؤسسو او حکومتي ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او انسجام  په اړه د اړوندو وزارتونو د وړتیا په رول ټینګار وشو.

د یادونې وړ ده، چې له ملي بودیجې څخه بهر د پروګرامونو او پروژو عملي کولو په تړاو د مالیې وزارت ناستې له اړوندو ادارو سره نن ورځ پیل شوې او ټاکل شوې چې په سکټوري توګه له نورو دولتي ادارو سره هم دوام پیدا کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS