د مالیې وزارت سرپرست د اروپایي ټولنې د پراختیايي مرستو له رئیس سره وکتل

Anonymous (not verified)
Sun, Apr 14 2019 9:21 AM
اتحادیه اروپا

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د امریکا متحده ایالتونو واشنګټن ډي سي ته د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق ۲۰۱۹ کال پسرلنۍ ناستو کې د ګډون په مهال د څنډو ناستو په دوام د وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د اروپایي ټولنې د پراختیايي مرستو له رئیس ښاغلي سټیفانو منسرویزي، سره ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو اړخونو د اقتصادي همکاریو، د افغانستان د مالي پانګونې بستې مطابق د اروپایي اتحادیې په پانګونو، سولې پروسې، د ټاکنو په ترسره کېدو، له دې ټولنې سره د دولت جوړونې قرارداد، له افغانستان سره د اروپایي ټولنې په راتلونکو همکاریو او یو لړ نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې.

د مالیې وزارت سرپرست د اروپایي اتحادیې له پرلپسې همکاریو څخه مننه وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS