بستونو ته د شارټ ليسټ سوو متقاضیانو په تړاو د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت خبرتیا!

admin_mof
اطلاعیه

د مالیې وزارت اړوند د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت څه موده وړاندي (۱۳۳) بېلابېل بستونه د سایټونو او ټولنیزو شبکو له لاري د مسلکي او مجربو کسانو د جذب په موخه اعلان ته سپارلي وه، چي د یادو بستونو د شارټ لیسټ بهیر د متقاضیانو لخوا د لېږدول سوو معلوماتو سره سم بشپړ سوی دی. هغه کسان، چي په یادو بستونو کي په شرایطو برابر پېژندل سوي (شارټ لیست سوي) دي، د دوی د شخصي برېښنالیکونو له لاري خبر ورکول سوی دئ؛ نو نوموړي کسان دې مهرباني وکړي خپل بریښنالیکونه دي چک او د لېږل سوي معلوماتي لارښود سره سم د دغه شرکت نږدې څانګي ته دي مراجعه وکړي او د ازمویني ملي ادارې فورم دي ډک کړي.
د نمایندګیو آدرسونه او د ازموینو ملي ادارې د فورم ډکولو نېټه:
د فورم د ډکولو لپاره د مراجعې نېټه: له یکشنبې څخه تر پنجشنبې د (۱۴۴۵/۰۳/۲۳ نېټې څخه تر ۱۴۴۵/۰۳/۲۷ سره سم ۱۴۰۲/۷/۱۶ تر ۱۴۰۲/۷/۲۰) نېټې پوري.
کابل: د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت، د خیرخانې کوتل، کابل ښاروالۍ ۱۷ ناحیې اړوند سیمه.
د معلوماتو شمېره: 0747777570
هرات ولایت: د هرات ولایت د نفتو او ګاز آمریت، په مرکز کي د ۵۶ تېلو ټانک شاته.
د معلوماتو شمېره: 0777344672
تخار ولایت: د سپین زر شرکت تر شا د تخار ولایت د نفتو او ګازو لوی مدیریت.
د معلوماتو شمېره: 0731666044
کندهار ولایت: د کندهار د نفتو او ګاز آمریت (انحصارات) عیدګاه دروازه.
د معلوماتو شمېره: 0731314111
د بلخ ولایت: د بلخ ولایت د نفتو او ګازو لوی مدیریت، د شادیانو سړک، نور چوک.
د معلوماتو شمېره: 0780556244
خوست ولایت: د خوست ولایت د نفتو او ګازو لوی مدیریت.
د معلوماتو شمېره: 0794193477
قدرمن متقاضیان دي د مراجعې پر مهال لاندي ذکر سوي اسناد له ځان سره ولري:
۱- یوه قطعه سپین بګراونډ لرونکی رنګه عکس.
۲- د ازمویني ملي ادارې فورم، چي بیه ئې (۵۰۰) افغانۍ کېږي.
۳- پېژندپاڼه
یاد داښت:
۱- هغه قدرمن متقاضیان، چي د شارټ لیسټ برېښنالیک ئې نه وي ترلاسه کړی، د شکایت لرلو په صورت کي، کولای سي د خپلو اسنادو سره د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت مرکزي دفتر ته مراجعه وکړي او د شارټ لیسټ د پایلو د خبرتیا له نېټې څخه تر دریو ورځو پوري خپل شکایت ثبت کړي.
۲- د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت مشرتابه په پام کي لري، هغه متقاضیان، چي د بریالیتوب نمرې ترلاسه کړي او په ریزرف حالت کي پاته سي، د دې شرکت په خالي بستونو کي د ګومارني له اصولو سره سم په دندو ګومارل کېږي.
۳- په مرکز او ولایتونو کي د ازموینو نېټه او ځای به وروسته د ازموینو ملي ادارې په همغږۍ اعلان سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

وروستي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

Back to announcements